کندوز (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): د کندوز اوسېدونکي وايي چې د شپې له مخې په دغه ولايت مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کندوز ښار د سر دورې سيمې اوسېدونکي شېرمحمد د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نهو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
هغه زياته کړه: ((په کندوز کې تر اوسه وضعيت نه دى ښه شوى، زموږ يواځېنۍ هيله ټيلېفون دی چې په دې مو د خپلو دوستانو احوال اخيست خو له ډېرې مودې راهيسې د شپې له مخې کار نه کوي.))
دغه راز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي هدايت الله هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د شپې له مخې په ټول کندوز کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
هغه وايي: ((که چا ته مريض پيدا شي نو بيا له ډېرو مشکلاتو سره مخ کېږي، ځکه ډرېور ته زنګ نه شي وهلى، ډاکتر ته زنګ نه شي وهلى، خپل نور دوستان نه شي خبرولاى نو له لوى مشکل سره يې مخ کړي يو.))
د نوموړي په وينا، د شپې له مخې د مخابراتي شبکو فعاليت د وسله والو طالبانو په امر بند شوی دی.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
دوى ويل چې حکومت بايد هر څه ژر د مخابراتي شبکو په برخه کې رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي.
د هغوى په وينا. تر اوسه يې څو ځلې په اړوند برخه کې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې خو ستونزه يې نه ده هواره شوې.
دوى ويل چې د شپې له مخې يواځې دولتي مخابراتي کمپنۍ سلام کار کوي خو خلک يې له کاره خوښ نه دي.
په کندوز کې د مخابراتي شبکو مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو بل لور ته د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري پژواک ته وويل چې دغه موضوع د امنيتي ځواکونو په پلان کې ده او د حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړي دي.
login or register a new account.