Language

اعتراض کوونکي : غزني کې دې د پخوانۍ سر شمېرنې په اساس ټاکنيزه حوزه وټاکل شي

غزني ښار(پژواک،١٤چنګاښ٩٧): د غزني يو شمېر قومي مشران وايي چې په دې ولايت کې بايد د پښتنو لپاره د پخوانۍ سر شمېرنې په اساس ټاکنيزه حوزه وټاکل شي.

د غزني يو شمېر قومي مشرانو او عامو خلکو نن د چنګاښ په ١٤مه د غزني په مرکز کې اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

د قومي مشرانو په استازيتوب مولوي محمد اسماعيل وويل چې په دې ولايت کې د پښتنو لپاره ټاکنيزه حوزه بايد د پخواني جمهور رييس داوود خان د سر شمېرنې له مخې وټاکل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پخوانۍ سر شمېرنې په اساس په دې ولايت کې پښتانه له ٥٠ سلنې ډېر دي.

هغه وايي: (( د پښتنو په ډېرو سيمو کې جګړې دي، ډېرى پښتانه تذکرې نه لري، نو موږ دا اوسنۍ سر شمېرنه نه منو.))

دغه قومي مشر ګواښ وکړ چې که دغه غوښتنه يې و نه منل شي، نو دوى به يو ځل بيا پر لاريونونو لاس پورې کړي.

دغه راز بل اعتراض کوونکي عبدلاحد وويل: (( دا اته کاله کېږي چې پښتانه په ولسي جرګه کې استازى نه لري نو دا ځل بايد د پښتنو حق په سمه توګه ورکول شي.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري پژواک ته وويل چې  د  سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ټاکنيزو حوزو د غزني د وېشلو لېست چمتو کړى دى.

هغه وايي چې دغه لېست يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته استولى، خو کمېسيون يې په اړه تر اوسه اقدام نه دى کړى.

ده زياته کړه: (( نو دا چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې غزني په څه ډول په درېيو حوزو وېشلى دا د هغوى صلاحيت دى موږ په کې کار نه لرو.))

د يادونې ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې يو شمېر اعتراض کوونکو د غزني د ټاکنو کمېسيون مخ ته خېمه و وهله او د هر ډول فعاليت پر وړاندې يې د دې کمېسيون دروازه وتړله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.