Language

د بلخ په چمتال کې د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو په موخه عملیات پیل شول

مزارشريف (پژواک، ۱۶چنګاښ ۹۷) په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وايي چې د بلخ چمتال ولسوالۍ کې يې د سقوط شوو سيمو د بيا نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي.

وړمه شپه په چمتال ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو ۴ امنيتي پوستې او د دې ولسوالۍ يو شمېر مهمې سيمې طالبانو نيولې وې.

د  ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي د چنګاښ په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ۶ بجې يې په چمتال کې پوځي عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې دمګړۍ دغه عمليات په جرکلا او ينګي کلا سيمو کې روان دي.

رضايي وايي چې د عملياتو پر مهال د جګړو له امله ۲ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د چمتال اوسېدونکي وايي چې له نن سهار راهيسې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

د ينګي کلا یوه کلي اوسېدونکي خدای نظر پژواک ته وويل چې د نننيو جګړو له امله له يو شمېر سيمو څخه طالبان پر شا تللي دي.

نوموړي زياته کړه چې د جګړو له امله له دې سيمې  لسګونه کورنۍ وتلي دي.

هغه د جګړې له دواړو طرفونو وغوښتل چې د جګړو پر مهال د عامو خلکو ژوند ته ډېر پام وکړي.

د بلخ ولايتي شورا رئيس افضل حديد پژواک سره په خبرو کې ويلي چې چمتال ولسوالۍ له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ ده او د بيا نيولو لپاره يې بايد امنيتي ځواکونه عمليات چټک کړي.

په دغو عملياتو کې تر دې مهاله د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

تېره ورځ طالبانو ويلي وو چې په چمتال کې یې لس امنيتي پوستې سقوط کړې، خو امنيتي ځواکونو يواځې د يوې پوستې د سقوط خبره تاييد کړې وه. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.