Language

د تومان ارزښت کمېدو د فراه ځینې اوسېدونکي زیانمن کړي

فراه (پژواک، ۱۷چنګاښ ۹۷): د فراه ځینې اوسېدونکي د تومان ارزښت کمېدو له امله زیانمن شوي؛ خو وارد کوونکي سوداګر لږ زیانمن شوي ؛ ځکه د تومان ارزښت کمېدو له پیل څخه یې خپلې پانګې ډالرو ته اړولي او اوس ایران کې توکي په ډالرو پېري.

فراه، نیمروز او هرات ولایتونه له ایران سره په پوله موقعیت لري، ډېری سوداګریزې معاملې په  تومان ترسره کېږي.

د ۱۳۹۶کال کب میاشت کې د زر تومانو ارزښت ۱۷،۵ افغانۍ و، د سږ کال په لومړیو کې شاوخوا ۱۵ افغانیو ته راټیټ شو او نن سهار(۱۷چنګاښ) ۹ افغانۍ تبادله کېږي.

د زر تومانو ارزښت څو ورځې وړاندې  تر ۸،۵ افغانیو پورې هم را کم شوی و.

د فراه مرکز اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې نږدې درې میاشتې وړاندې هغه مهال چې زر تومانه په ۱۶ افغانیو تبادله کېدل، ۷۲۰زره افغانۍ یې تومان پېرلي وو چې ۴۵ میلیونه ایراني تومان شوي وو.

هغه زیاته کړې چې افغانۍ یې له دې امله په تومانو بدلې کړې چې ګواکې د تومان ارزښت لوړېږي؛ خو برعکس د تومان ارزښت ورځ تربلې راټیټ شو او په دې تمه چې بېرته د تومان ارزښت لوړ شي، تر اوسه یې تومان په افغانیو نه دي بدل کړي.

عبدالرحمان وویل چې تراوسه یې په دې معامله کې ۲۷۰ زره افغانۍ زيان  کړى دی.

د فراه ښار یو هټیوال محمد ناصرهم وویل چې د تومان ارزښت په کمېدو زیانمن شوی دی.

د نوموړي په وینا، د تېرکال کب میاشت کې یې له ایران څخه د واردتي توکو پېرلو لپاره په ۷۰۰ زره افغانیو شاوخوا څلويښت میلیونه تومان واخیستل؛ خو دا چې د ورځې په تېرېدو د تومانو ارزښت کمېده او ده فکرکاوه چې د تومانو ارزښت به لوړ شي، د ایران پیسې یې وساتلې او تراوسه یې له دې اړخه ۳۵۰ زره افغانۍ تاوان کړی دی.

د فراه ښار یو بل اوسېدونکي عبدالله چې د ویش ( ښي لاس) موټرونو پېر او پلورکوي، وایي چې ۸۰۰ زره افغانۍ یې درلودې، خو هغه یې هغه مهال په تومانو تبادلې کړې چې زرتومانه نږدې ۱۶ افغانیو باندې تبادله کېدې.

نوموړي هم وویل چې د تومان ارزښت کمېدل د دې لامل شول چې هغه تومان وساتي او که اوس بیاځل افغانۍ وپیري، نږدې ۴۰۰ زره افغانۍ زیانمن کېږي.

د فراه سوداګرۍ خونې رییس حاجي عسکرګمنام وویل چې د تومان ارزښت راټیټېدو سره  د فراه ځینې عام وګړي، صرافان او پرچون پلورونکي زیانمن شوي دي.

خو هغه زیاته کړه چې فراه کې د توکو واردونکي سوداګر، د سږ کال په لومړیو کې چې کله د تومان ارزښت په کمېدو شو، لږ اندازه زیانمن شول، خو وروسته له هغه یې په لاس کې شته تومان په ډالرو بدل کړل.

د نوموړي په وینا، اوس ایرانۍ فابریکې هم خپل توکي پر افغان سوداګرو په ډالرو پلوري چې په دې اقدام سره به د افغان سوداګرو د زیانمنېدو مخنیوی وشي.

خو د فراه سوداګرۍ خونې د رییس په وینا، عمده پلورونکي سوداګر پر هټيوالو پر تومان توکي پلوري؛ ځکه فراه کې د توکو عمده پلور په تومان تر سره کېږي او د تومان ارزښت کمېدل ددې لامل شوي چې هټیوال او پرچون پلورونکي زیانمن شي.

هغه د فراه له خلکو وغوښتل چې خپلو سوداګریزو معاملاتو کې افغانۍ وکاروي.

فراه کې د غرجستان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ښوونکې مریم فیضي د افغانۍ ارزښت پر وړاندې د دولت پولي سیاست او د بهرنیو اسعارو کارونې په ځانګړې توګه په ختیځو ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارو او لوېدیځ ولایتونوکې د تومان چلښت د اندېښنې وړ بولي.

نوموړې زیاته کړه چې دولت دې د یو واحد پروګرام له لارې د ولایتونو په کچه، په سوداګریزو معاملاتوکې  د بهرنیو اسعارو چلښت د مخنیوي او د افغانیو دودولو لپاره، جدي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

پژواک خبري اژانس پرله پسې څو ورځې هڅه وکړه څو په دې اړه فراه کې د افغانستان بانک څانګې له مسوولینو سره خبرې وکړي؛ خو د  افغانستان بانک فراه څانګې رییس حامد فطرت په وروستۍ اړیکه کې وویل چې هغه په دې اړه نظر نه شي څرګندولی.

د افغانستان مرکزي بانک پخوا ویلي چې په سرحدي ولایتونو کې د تومان او پاکستانۍ کلدارې چلښت مخنیوي لپاره، دوه لارې په پام کې نیولې دي چې د افغانیو پرځای د کلدارو او تومان د کارونې زیانونو په اړه پوهاوی او دویمه لار یې اوږدمهاله اقتصادي ستراتېژي ده، له هغو بنسټونو سره تړاو لري چې د صادراتو، پانګونې او اقتصادي ودې په برخه کې فعالیت کوي.

login or register a new account.