Language

بغلان کې له نامسووله وسله والو راټولې شوې وسلې ډایاک ته وسپارل شوې

پلخمري (پژواک، ١٨ چنګاښ  ۹۷):بغلان کې پولیسو له نا مسووله وسله والو څخه راټولې کړې وسلې ډایاک ته وسپارلې .

بغلان  کې پولیسوهغه لسګونه میله سپکې او درنې وسلې چې  له څو میاشتو راهیسې یې ددغه ولایت بېلا بېلوسیمو کې له نا مسووله وسله والو  راټولې کړې وې، نن رسما ډایاګ  ته وسپارلې .

د بغلان امنیې قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع  ډایاګ پروسې ته د وسلوسپارلو پرمهال خبریالانو ته وویل: ((  دغه  څو میله سپکې او درنې وسلې چې بغلان پولیسو د یاد ولایت په بېلا بېلوسیمو کې له  سرغړونکو څخه راټولې کړي رسما ډایاګ ته وسپارلې.  ))

قوماندان سریع وویل،پولیسو دغه وسلې له هغو۳۵ کسانو راټولې کړي چې له قانون څخه یې سرغړونه کوله ، دولت او قانون ضد فعالیتونه یې تر سره کول چې پولیسو قانون ته سپارلي اواوس دپلخمري په زندان کې شپې سبا کوي .

قوماندان زیاته کړه  چې له مرکزڅخه ورته دورکړل شوي امر پراساس هڅه کوي چې   بغلان کې له ټولو نا مسوولو وسله والو څخه وسلې را ټولې اوډایاګ ته یې وسپاري

قوماندان داهم وویل،ولسي پاڅون کوونکو ته ورکړل شوې وسلې هم بېرته ټولوي اوهمدارنګه له هغو مخورو قومي مشرانو چې په نا قانونه  توګه یې  دامنیتي ارګانونو  نقلیه وسایط کارول امرشوی چې ټول نقلیه وسایط  راټول اواړوندو ادرو ته دې وسپارل شي .

 په شمال ختیځ زون کې دډایاګ پروسې دهمغږۍ څانګې مسوول محمد سرور په بغلان کې د را ټولو شویو وسلو په اړه پژواک ته وویل:(( دبغلان پولیسو له خوا راټولې شوې وسلې چې نن  یې ډایاګ ته وسپارلې  لومړی مزار او بیا دفاع وزارت  مربوطه څانګې ته سپارل  کېږي چې  له  روغو وسلو به یې  دافغان   وسله وال پوځ  په لیکو  ګټه پورته شي اوهغه چې  رغولو ته یې اړتیا ده  تخنیکي څانګې ته سپاري ترڅو  جوړې او بیا  تر ې ګټه پورته کړي .

دډایاګ مسوول هغه اندېښنې چې ګواکې دغه وسلې دفاع وزارت ته نه سپارل  کېږي رد کړې اوزیاته یې کړه چې ډایاګ ته سپارل شوې ټولې وسلې  دفاع وزارت ته ترسپارلو وروسته په افغان وسله وال پوځ کې تر ې ګټه اخیستل شوې .

دیادونې ده چې دوه  میاشتې وړاندې هم  پولیسو بغلان کې ددرنو اوسپکو وسلوله زېرمې څخه ترلاسه کړي مهمات  ډایاګ ته سپارلي و .

login or register a new account.

Related Topics