پل علم(پژواک،١٨چنګاښ٩٧):د لوګر په مرکز پل علم کې د افغان ځواکونو په هوايي عملياتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي چې له امله يې د دې ولايت اوسېدونکو لاريون وکړ.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د مرکز اړوند د بابوس او الوزيو په سيمو کې پر وسله والو طالبانو بمبار کړى دى.
هغه وايي چې په دغو هوايي بريدونو کې د دوه ماشومانو په ګډون څلور عام وګړي هم وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: (( په دې پېښه کې يو جومات هم شهيد شوى چې په کې ديني کتابونه هم له منځه تللي دي.))
د دې پېښې په غبرګون کې د بابوس او الوزيو سلګونو اوسېدونکو په لاريون لاس پورې کړ او د يو ساعت لپاره يې د کابل-ګردېز لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله، خو وروسته د ولايتي شورا په منځګړيتوب لاره خلاصه او لاريون يې پاى ته ورساوه.
د دغو اعتراض کوونکو په استازيتوب حاجي ګلاب پژواک ته وويل چې تېره شپه لس بجې په بابوس او الوزيو سيمو کې جګړه او هوايي بريدونه پيل شول او تر دوو بجو پورې يې دوام وکړ.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور عام وګړي وژل شوي او د جومات ترڅنګ يو شمېر کورونه هم نړېدلي دي.
ده زياته کړه: (( د دې پېښې په غبرګون کې موږ لاريون وکړ او له حکومت څخه غواړو چې د دې پېښې عاملينو ته سخته سزا ورکړي.))
دغه راز د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دغه بريد کې ملکي وګړي وژل شوي، خو د نورو جزئيات له ورکولو يې ډډه وکړه.
بل لورته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د مرکز پل علم په بابوس سيمه کې د خلکو کورونه بمبار کړي دي.
هغه وايي چې په دې پېښه کې ١٤ عام وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP