ګردېز(پژواک،١٨چنګاښ٩٧): د پکتيا دولتي چارواکي وايي چې د ګردېز ښار د پاتې درېيو نورو امنيتي حوزو فعالولو ته هم جدي اړتيا ده او کورنيو چارو وزارت بايد دې موضوع ته لازم پام وکړي.
دوی وايي، سره له دې چې ګردېز ته په وروستي سفر کې ولسمشر اشرف غني د دې ښار د درې امنيتي حوزو د فعالولو سپارښتنه کړې وه او کورنيو چارو وزير يې د فعالولو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې دمګړۍ په ګردېز کې يوازې دوه امنيتي حوزې فعالې دي چې ټولو سيمو ته ورڅخه لاسرسی خورا ستونزمن دی.
کټوازی د ډېری امنيتي او جنايي پېښو علت هم د امنيتي تشکيل کموالی او د ګردېز په ټولو سيمو کې د پوليسو نه حضور يادوي او وايي، د ښاري کمربند، امنيت او د خلکو د مصونيت لپاره د پاتې درې نورو امنيتي حوزو فعالول اړين دي.
نوموړی وايي: ((موږ په وار، وار له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کړې چې موږ دلته د ټول مرکز د ساتنې لپاره يوازې دوه حوزې لرو، يوازې د ښار نه، بلکې د ټول مرکز د ساتنې لپاره او دا کفايت نه کوي، د تشکيل جدي غوښتنه مو کړې ده، هيله من يو چې په دې مورد کې اجراات وشي.))
دغه راز مدني فعال سيدجمال اصف خېل د ګردېز ښار او شاوخوا سيمو امنيتي او د عامه نظم حالت د اندېښنې وړ بولي او ټينګار کوي چې اړوند وزارت او ادارې بايد دې مسلې ته جدي پام وکړي.
اصف خېل نيوکه کوي چې کورنيو چارو وزارت د ولسمشر له لارښوونې سربېره لا هم د ګردېز ښار د امنيتي حوزو د فعالولو په برخه کې اقدام نه دی کړی.
نوموړی ياد وزارت له پکتيا سره په توپيري چلند تورنوي او وايي چې د پکتيا امنيه قومانداني او پوليس هم د مرکز ادارې د پاملرنې او همکاري د نشتون له امله په ناوړه وضعيت کې دي.
ده وويل:((موږ د کورنيو چارو په وزير غږ کوو چې له توپيري چلندونو پرته د پکتيا امنيې قومانداني ته پاملرنه وکړي، دلته اوس هم وضعيت ښه نه دی. ده د امنيتي حوزو د ورکړې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه پورې نه حوزه شته او نه تشکيلات زیات شوي، ولايت تش په نوم اول درجه شوی دی.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال ګل اقا روحاني وايي چې ګردېز ښار پنځه ناحيې لري او هره ناحيه بايد د قانون د تنفيذ، د خلکو ستونزو ته د لاسرسي او خونديتوب لپاره د پوليسو تشکيل يا امنيتي حوزه هم ولري.
روحاني هم په ګردېز کې د پوليسو د تشکيل زياتولو اړتيا يادوي او وايي چې په دې اړه يې څو ځله رسمي وړانديزونه کړي، خو تر اوسه ورته مطلوب ځواب نه دی ورکړل شوی.
ده وويل: ((دلته نفوس زيات دی، پنځه ناحيې بايد امنيتي چارواکي ولري، څو د امن او قانون د تنفيذ لپاره خپلې هلې ځلې وکړو. موږ خپل پيشنهادونه کړي، د جناب رييس صيب جمهور هدايت هم شوی، د وزير صيب امور داخله هدايت هم شوی، اميداور يو چې د تشکيلاتو مسوولين ژر تر ژره دا تشکيل موږ ته راوړي.))
login or register a new account.