ګردېز-پلخمري(پژواک،١٩چنګاښ٩٧): د پکتيا د زرمت ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او څلور تنه نور ټپيان دي او په بغلان کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي دي.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د زرمت ولسوالۍ په تعمير بازار کې په يو موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
حسرت وايي، په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى او يو پوليس او درې نور کسان ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه: ((يو پوليس خپل ماشوم بازار ته راوستلى و، چې سودا ورته واخلي چې د چاودنې له امله يې زوى شهيد شوى، پوليس زخمي دى او يو سپين ږيرى سړى، د اووم ټولګي يو متعلم او يو بل ځوان ټپيان شوي دي.))
دغه راز د زرمت يو تن اوسېدونکي نور پژواک ته وويل چې په پېښه کې پوليس سرتېرى ډېر ټپي شوى او د درملنې لپاره مرکز ګردېز ته لېږدول شوى دى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .
دغه راز د يو بل خبر له مخې، بغلان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه کیلو ګرامه چرس نيولي دي.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع پژواک ته وویل چې نن لس بجې پولیسو د دوشي ولسوالۍ په ګزه ګیل سیمه کې له نشه يي توکو ډک دوه کرولا موټر نيولي دي.
هغه وايي چې په دې موټرو کې ٦٢ کيلوګرامه چرس بار و چې په تور يې څلور تنه هم نيول شوي دي.
قوماندان وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه توکي يې کوم ځاى ته انتقالول.
سريع دا هم وويل چې د دې ولايت په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې اوس هم چرس او کوکنار کرل کېږي خو زياته يې کړه: (( پوليسو يې د قاچاق مخه نيولې ده.))
login or register a new account.