Language

بغلان کې د وسله والو طالبانو يوه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه

پلخمري(پژواک،٢٠چنګاښ٩٧): بغلان کې د وسله والو طالبانو يوه ١١ کسيزه ډله د خپل ډلمشر په ګډون د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.

د بغلان والي عبدالحي نعمتي حکومت  سره د وسله والو طالبانو  د یو ځای کېدو په موخه جوړې شوې غونډې ته وويل چې ټول وسله وال بايد د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

هغه وويل: (( د افغانستان جګړه په  کوم ډول چې روانه ده  هیڅ پای نه لري  له  نور وسله والو هم هیله کوم چې غرونه او دښتې پرېږدي ښارونو ته راشي موږ یې هرکلی کوو.))

دغه راز د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع وویل چې ځينې کسان د نورو په لمسون جګړه کوي چې بايد نور جګړه پرېږدي.

سریع زیاته کړه : ((موږ مسلمانان یو که په خپلو کې جګړه و نه کړو لا پیاوړي  کېږو، موږ بايد د خلکو غوښتنې ومنو.))

د سولې له پروسې سره د یو ځای شوو وسله وال ډلمشر ملا نجم الدین وویل: (( له یو کال راهیسې مې ځان له دولت څخه لرې ساتلی وو علت یې  سیمه ییز اختلافات و، د بغلان ملي امنیت منسوبینو له ما څخه  دسولې کولو غوښتنه  وکړه اوموږ هم د دوی غوښتنه ومنله.))

ده وویل چې  له وسله والو طالبانو سره يې د یو ځای کېدو اصلي دلیل سیمه ییزې قومي ستونزې وې د خپلو هدفونو دپوره کولو لپاره يې وسله اخيستې وه.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د سولې له پروسې سره د یو ځای شوې يادې ډلې په تړاو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics