Language

ناوې ولسوالۍ کې د ٢٧ طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

غزني ښار(پژواک،٢١چنګاښ٩٧): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو د هوايي بريد امله ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په لانګه سيمه کې د طالبانو پر يو مرکز هوايي بريدونه کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کې د ملا خيرمحمد، ملا قاسم او محمد عبدالله په نومونو د طالبانو ډلمشران هم شامل دي.

خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په ناوې ولسوالۍ کې د اوبو پر يوې بمبې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه کروندګر وژل شوي او طالبانو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده چې د غزني ناوه ولسوالۍ له تېرو  ١٦ کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره ده.

دغه ولسوالۍ شاوخوا دوه کاله وړاندې امنيتي ځواکونو يواځې د درېيو ورځو لپاره نيولې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.