پل علم (پژواک،۲۱ چنګاښ۹۷): ناپېژنده وسله والو د لوګر په مرکز کې ولايت مقام ته څېرمه د نجونو او هلکانو يو ښوونځى سوځولى دى.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې ناپېژانده وسله والو د ولايت مقام په دوه کيلومترۍ کې د جويک په نوم د هلکانو او نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.
عرب زیاته کړه چې په دې پېښه کې لس درسي ټولګي، اداري خونه، تحویلخانه، سلګونه ټوکه دیني او درسي کتابونه، قرطاسیه، لابراتواري وسایل او مواد، دروازې، کړکۍ، میزونه او څوکۍ سوځېدلي دي.
عرب وویل چې د جویک د نجونو او هلکانو په لېسه کې د سهار له خوا ۵۶۰ هلکانو او د ماسپښين له خوا ۵۲۰ نجونې زده کړې کولې.
دغه راز په دې اړه د جويک کلي قومي مشر سيد عالم پژواک ته وويل چې ناپېژانده کسانو ددې کلي ښوونځى سوځولى او ماشومان يې له زده کړو محروم کړي دي.
هغه وایي: (( هر هغه څوک چې ښوونځی سوځوي او یا يې دروازه د زده کوونکو پرمخ تړي هغه په واقعيت کې د دین او خلکو دښمنان دي او د افسوس ځای دا دی چی په دې پېښه کې زموږ د پاک او سپېڅلي کتاب قرانکریم لسګونه جلده هم په کې سوځېدلي دي.))
دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر کې ناپېژانده وسله والو څلور شپې مخکې هم د شلوک سيمې د نجونو او هلکانو لومړنۍ ښوونځی سوځولی و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP