مزار شريف(پژواک،۲۳چنګاښ۹۷): د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمانو او مدني فعالانو د افغانستان په اړه په سعودي کې د اسلامي هېوادونو له کنفرانس او بروکسل کې د ناټو له غونډې ملاتړ وکړ او له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې د چنګاښ په ۲۳ مه د دغه ولايت يو شمېر ديني عالمان او مدني فعالان راټول شوي وو او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتنه وکړه چې د اسلامي نړۍ د علماوو هغې پرېکړې ته دې درناوی وکړي چې له مخې يې د افغانستان جګړه حرامه بلل شوې ده.
دوی په بروکسل کې د ناټو غونډې ته په اشارې وويل، چې حکومت بايد د افغانستان د ثبات برخه کې د نړيوالو مرستندويه هېوادونو له همکارۍ څخه ګټه پورته کړي.
ديني عالم مولوي محمد حنيف د دغې راټولېدنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان جګړه هره ورځ لسګونه افغانان له منځه وړي او بايد يې د مخنيوي لپاره هڅې وشي.
نوموړي په سعودي کې د علماوو غونډې ته په اشارې وويل، دا جګړه د اسلام له نظره حرامه ده او بايد د سولې لپاره حل لاره ورته ولټول شي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان جګړې په نړۍ کې د اسلام اصلي تصوير پيکه کړی او په وينا يې چې ټوله اسلامي نړۍ بايد د دغې ستونزې هواري لپاره مټې بډ وهي.
يوبل عالم مولوي محسن دانش هم په دغه راټولېدنه کې خبرې وکړې او زياته يې کړه چې وسله وال مخالفين او په ځانګړي ډول طالبان نور د جګړې غځېدو لپاره شرعي دليل نه لري.
هغه وويل: (( بلاخره د افغانانو غږ واورېدل شو، په سعودي کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډې ثابته کړه چې دا جنګ د پرديو دی او پر موږ تپل شوی دی))
نوموړي د سعودي په کنفرانس کې د يو شمېر هېوادونو د ديني علماوو نه ګډون د پوښتنې وړ وباله او غوښتنه يې وکړه چې ياد علما دې د افغانستان د جګړې په اړه خپل نظر ته بيا کتنه وکړي.
login or register a new account.