غزني ښار(پژواک،٢٣چنګاښ٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٤٩ طالبان او شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل نن د چنګاښ په ٢٣مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په تېرو دوه ورځو کې وسله والو طالبانو ددغه ولايت پر شپږو ولسواليو ډله ييز بريدونه کړي دي.
ده وويل چې د دغو بريدونو په مقابل کې افغان امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي دي.
قوماندان وايي چې په دغو جګړو کې ٤٩ وسله وال طالبان او شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٢١ طالبان او څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
ده وويل چې په وژل شويو طالبانو کې د دې ډلې مشهور قوماندانان نواب احمد حقاني او ملا حمزه هم شامل دي.
د مشعل د يادو څرګندونو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د غزني په جغتو ولسوالۍ کې طالبانو دوه پوستې نيولي چې په ترڅ کې يې ٢٠ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP