غزني ښار(پژواک،٢٣چنګاښ٩٧): غزني کې پوليسو د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول او په ټولنيزو رسنيو کې طالبانو ته تبليغ کوونکى نيولي دي.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريداحمد مشعل د چنګاښ په ٢٣مه خبريالانو ته وويل چې د دې ولايت پوليسو د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول ادريس مشهور په ابوذر نيولى دى.
د قوماندان په وينا، نيول شوى کس ددغه ولايت اصلي اوسېدونکى دى چې تر دې وړاندې په ننګرهار او کندوز کې هم يو شمېر ځوانان د داعش ډلې ته جذب کړي دي.
دغه راز مشعل وويل چې په دې ولايت کې هغه کس هم پوليسو نيولى چې په ټولنيزو رسنيو کې به يې طالبانو ته تلبيغ او کمپاين کاوه.
ده وويل چې دغه کس نذير احمد نومېږي او د دې ولايت د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
هغه زياته کړه: (( دغه کس به خپل د کار راپور په واغظ ولسوالۍ کې ملا منصور ته او په اندړو کې ملا سعادت ته ورکاوه چې په غزني ښار کې د پوليسو له لوري نيول شوى دى.))
مشعل وايي چې نيول شويو دواړو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او دا مهال تر پوښتنې روانې دي.
نوموړي دا هم وويل چې په دغه ولايت به ټول هغه کسان ونيسي چې طالبانو ته له بېلابېلو لارو کمپاين کوي.
بل لورته داعش او وسله والو طالبانو تر اوسه د نيول شويو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP