Language

د بلخ څارنوال: نا مسوول وسله وال مو د چارو پر وړاندې خنډ دي

مزارشريف (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۷): بلخ کې د استيناف څارنوالۍ مسوولين وايي چې نا امني، نامسوول وسله وال او د کاري امکاناتو نه شتون يې د چارو پر وړاندې جدي خنډونه دي.

دوی زیاتوي چې له همدې امله د بلخ يو شمېر نا امنو ولسواليو ته په پر له پسې توګه هره ورځ څارنوالان نه شي تللی.

د بلخ د ځینو ولسواليو اوسېدونکي بيا له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي چې په زورواکو دې هم قانون پلی کړي.

د بلخ استيناف څارنوالۍ د چنګاښ په ۲۴مه په مزارشريف کې له يو شمېر حقوق پوهانو او د ولسواليو له قومي مشرانو سره په ګډه ناسته کې د دې څارنوالۍ پر لاسته راوړنو او ننګونو بحث وکړ.

د یادې څارنوالۍ رييس نورالهادي هادي د دې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر يوه کال کې يې څه باندې ۱۳۰۰ قضيو ته رسېدنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې په دې قضيو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين، پر ماشومانو د زور زياتي ترسره کوونکي، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي او نور جنايي مجرمين شامل دي.

هغه وويل: ((همدا راز مو پر مجرمينو د نغدي جريمو له لارې ۲ ميليونه افغانۍ ترلاسه کړي چې د دولت ځانګړې خزانې ته مو جمع کړي دي چې په دغو پيسو کې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.))

د بلخ استيناف څارنوالۍ د پژواک يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د امنیتي او کاري امکاناتو نشتوالی او د غير مسوول وسله والو شتون يې د چارو پر وړاندې خنډ دي.

خو هغه زياته کړه چې په مزار شریف ښار کې د څارنوالۍ په ملاتړ د ښاري ګارنيزيون په جوړېدو سره هڅه دا ده چې ياد خنډونه له مخې لرې شي.

نوموړی وايي چې د تېر یو کال په موده کې يې پوليسو ته له مجرمينو او متهمينو سره د چلند په تړاو بېلابېل روزنيز ورکشاپونه هم جوړ کړي دي.

د نهرشاهي ولسوالۍ قومي مشر عبدالرزاق که څه هم د بلخ څارنوالۍ رياست چارې تر يوه بريده ښې بولي؛ خو زياتوي چې لا هم په دغه ولايت کې په زورواکو قانون نه پلی کېږي.

نوموړي له پژواک سره خبرو کې وويل، هغه کسان چې واسطې او پيسې نه لرنه کلونه کلونه بې برخليکه پراته وي.

login or register a new account.