Language

ولسمشر غني د پنجشېر پېښې له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو مرستو سپارښتنه وکړه

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٧) : ولسمشر غني پنجشېر ولايت ته د سفر پر مهال د تېرې اوونۍ د پېښې زيانمنو شويو کورنيو سره د بېړنيو مرستو سپارښتنه وکړه.

تېره اوونۍ په دغه ولايت کې د ځمکې ښويېدنې او د اوبو د يوه بند د خوشې کېدو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي وو.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې پنجشېر ولایت ته لاړ او د هوا له لارې یې د وروستۍ طبیعي پېښې له امله زیانمنې سیمې وکتلې او زیانمنو سره یې د لا زیاتې مرستې په خاطر اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر په داسې حال کې چې یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو یې ملتیا کوله د زیانمنو سیمو له لیدو وروسته یې په پنجشیر ولایت کې د سیمه‎ییزو مسوولینو او خلکو سره د دغه ولایت په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د پنجشېر والي انجنیر کمال‌الدین نظامي خبرې وکړې ويې ویل، د پېښې پر مهال جمهور ريیس غني او اجرايیه ريیس په بروکسل کې وو چې له موږ سره یې غمشریکي وکړه او له دواړو څخه مننه کوو.

ولسمشر د ځايي خلکو له خبرو  اورېدو وروسته یو ځل بیا د پنجشېر ولایت له خلکو او زیانمنو کورنیوسره خپله همدردي څرګنده کړه ويې ویل، په دغه طبیعي پېښه کې د والي او نورو مسوولینو مدیریت او د خلکو ونډې د دوی تلپاتې احساس ټولو ته څرګند کړ.

نوموړي زياته کړه، سیمې ته مرستې رسېدلې دي خو دا کفایت نه کوي. هغه د کور او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو کورنیو ته ځمکې په پام کې ونیسي او حکومت یې د کورونو په جوړولو کې مرسته کوي.

ولسمشر دغه وزارت ته لارښوونه وکړه، هغه دوکانونه چې په دغه پېښه کې وران شوي دي د هغو لپاره دې د یو مناسب بازار جوړه شي چې حکومت به یې د جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.

اشرف غني د کرنې او د کلیو او پراختیا وزارت ته دستور ورکړ چې د ویجاړو شویو ویالو د جوړولو لپاره د اوبو لګولو په سیستم په ځانګړي ډول د پنجشېر لومړۍ حصه د ولسي تړون په برنامه کې په لومړیتوب کې ونیسي او د دغې پېښې نور ابعاد لکه د برېښنا قطع کېدل او د لارو تخریب و ارزوي.

نوموړي څرګنده کړه چې د پنجشېر سیند لپاره دې په یو موډل کار وشي چې د پېښو مخنیوی وکړای شي. هغه دې ته په اشارې چې ددغې پېښې ابعاد زیات دي نو د امکاناتو په چمتو کولو کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي، هغه زیاته کړه، د سیلابونو، د اوبو او بندونو د مدیریت سیستم په رامنځته کولو به لا زیات کار وشي.

محمداشرف غني  د مسلکي او تخنیکي تعلمیاتو ادارې ريیسې ندیمه سحر ته لارښوونه وکړه چې په دغه ولایت کې د کارموندنې لپاره د حرفوي او صنعتي زده کړو بنسټونه ایجاد کړي. همدارنګه هغه اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د پنجشېر ولایت د پراختیا لپاره د دغه ولایت والي سره ګډ  کار وکړي.

login or register a new account.