Language

د لوګر د ښوونځیو په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره قومي جرګه جوړه شوې

پل علم (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٧): د لوګر ټول ښوونځي د نا امنیو له امله تړل شوي او د زده کوونکو څلورنیمې میاشتنۍ ازموینې یې هم په نیمايي کې پاتې دي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې رياست نورو کارکوونکو ته ښوونځيو ته د نه تلو امر شوى دى.

هغه وايي چې طالبانو شاوخوا لس ورځې وړاندې د محمد اغې ولسوالۍ او تېره اوونۍ يې په مرکز کې هم ځيني ښوونځي تړلي دي.

ده زياته کړه: ((نو موږ د دې لپاره چې ښوونکو او زده کوونکو ته کومه ستونزه پېښه نه شي، له طالبانو سره د موضوع تر حل پورې ښوونځي د پوهنې وزارت په هدايت رخصت کړي دي.))

عرب وايي چې له قومي مشرانو، د ولايتي شورا له غړو او عامو خلکو يوه جرګه جوړه شوې، څو له طالبانو سره د يادې ستونزې د حل په برخه کې خبرې وکړي.

نوموړى وايي: ((هر وخت چې دغه ستونزه هواره شوه نو پنځه ازموينې پاتې دي هغه به له زده کوونکو څخه واخيستل شي.))

د اړوندې موضوع په اړه له طالبانو سره د خبرو کولو جرګې يو غړي ملک عبدالرحمن پژواک ته وويل، دوى هڅه کوي چې د يادې ستونزې د حل په موخه ډېر ژر له طالبانو سره مذاکرات وکړي.

ده وويل: ((طالبان او حکومت په خپلو کې سياسي ستونزې لري، د پوهنې برخه بايد سياسي نه کړي.))

دغه راز د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې ولايتي شورا د ښوونځيو د بېرته خلاصېدو لپاره اړينې هلې ځلې کوي.

هغه وايي: ((په دې اړه موږ له پوهنې رياست، د ولايت له مقام او قومي مشرانو سره خبرې کړې او کوښښ کوو چې دغه ستونزه ژر حل شي.))

که څه هم طالبان په مستقيم ډول نه مني چې د لوګر ښوونځي د دوى له لوري تړل شوي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ښوونځيو په برخه کې دوى له حکومت سره ستونزې لري.

مجاهد وايي: ((که چېرې يو مناسب او امن ځاى پيدا شي نو زموږ استازى به په دې اړه له حکومت سره خبرې وکړي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.