Language

د پکتيا په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده

ګردېز(پژواک،٢٥چنګاښ٩٧): د پکتيا ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکې وايي چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده او ټينګار کوي چې ښځو ته هم بايد په لوړو دولتي پوستونو کې د کار کولو فرصت برابر شي.

دوی وايي چې د مېرمنو ټولنيز او اقتصادي حالت ته په کتو دې د مېرمنو لپاره ځينې ځانګړې اسانتياوې رامنځته شي.

په ګردېز کې مدني فعالې زرمينې څمکنۍ د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ځينو ازموينو کې له مېرمنو سره توپيري چلند کيږي او په دندو نه ګومارل کيږي.

څمکنۍ په لوړو پوسټونو د مېرمنو د ګومارنې غوښتنه کوي او وايي چې مېرمنې کولی شي د لوړو پوسټونو دندې تر سره کړي.

دا وايي:((د پوهنې رياست د مرستيالي په ګډون د مېرمنو ځينې خاص پوسټونه داسې شوي چې تر اوسه مېرمنې نه دي په کې مقررې شوې، له لوړو پوسټونو پرته په نورو پوسټونو کې هم د ښځو ونډه هغومره نه ده چې بايد وي، سره له دې چې موږ ډېر باتعليمه او تکړه خويندې لرو.))

دغه راز د پکتيا پوهنتون استاده ډاکټر نازدانه پکتياواله ټينګار کوي چې ښځو ته باید لازم کاري ماحول برابر شي او په ادارو کې ور سره له هر ډول وېرې، تبعيض او توپير پرته سالم چاپېريال رامنځته شي.

پکتياواله له کورنيو هم غواړي چې خپلو باتعليمه نجونو او مېرمنو ته په ادارو کې د کار او خلکو ته د خدمت اجازه ورکړي.

نوموړې له سوداګرو هم غوښتنه کوي چې مېرمنو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي.

دې وويل: ((که کله پوسټونه اعلانېږي، ښځې هم ورته نومليکنه کوي، خو ډېری د روابطو پر اساس ګومارل کېږي او هغه ښځې چې د کار شايسته دي، نه ګومارل کېږي. په دې برخه کې د دولت توجه غواړو.))

د دې ولايت يو شمېر نورو مېرمنو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د سوېل ختيځ زون د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې مشر غلام علي جوشان پژواک ته وويل چې مېرمنې په ښځو چارو، پوهنې او روغتيا رياستونو کې دندو ته حاضریږي او په نورو ادارو کې دندې تر سره کولو ته زړه نه ښه کوي.

جوشان وويل:((ښځو ته پنځه نومرې امتياز هم ورکوو، خو د اجتماعي وضعیت او دا چې په نورو ادارو کې نورې مېرمنې نشته او يوه ښځه حتمن ځان يوازې احساسوي، نه حاضريږي او که کورنۍ يې هم پوه شي چې نورې ښځې نشته، نو اجازه نه ورکوي. د لوړو بستونو پروسه په ځينو ولايتونو کې شروع شوې او د پکتيا په شمول به په ځينو نورو کې يو څه وخت وروسته شروع شي.))

login or register a new account.