Language

د پکتیکا د ګمرک رییس د بډو اخیستو په تور نیول شوی

ښرنه (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٧): د ملي امنيت ځواکونو د پکتيکا د ګمرک رييس د بډو اخيستو په تور نيولی دی.

په ښرنه کې د ملي امنيت يوې سرچينې د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو له لوري پرون ناوخته د دغه ولايت د ګمرک رييس احمدشاه ناصري د ٣٠زره ډالرو بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيول شوى دى.

دغه راز د پکتيکا د ګمرک يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې د دوى رييس نيول شوى خو نور يې په اړه معلومات وړاندې نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د احمدشاه ناصري پلار هم د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.