Language

غزني کې نشه يي توکي نيول شوي

غزني ښار(پژواک،٢٥چنګاښ٩٧): د غزني پوليسو ٢٥ کيلوګرامه هيرويين کشف او ترلاسه کړي چې په تور يې يو تن هم نيول شوى دى.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل نن د  چنګاښ په ٢٥مه خبريالانو ته وويل چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو پرون د کابل-کندهار پر لويه لار د غزني ښار په مربوطاتو کې يو تن له نشه يي توکو سره يوځاى نيولى دى.

هغه وايي: (( دغه کس نقيب الله نومېږي د قره باغ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى چې غوښتل يې ٢٥ کيلوګرامه هيرويين قاچاق کړي، خو پوليسو نيولى او دامهال تر څېړنو لاندې دى.))

د قوماندان د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اوونيو کې دا درېيم ځل دى چې په غزني کې د نشه يي توکو قاچاقبران نيول کېږي.

مشعل زياته کړه: (( زه کوښښ کوم چې دا خراب بوټى ورک کړم، قاچاقبران يې ونيسم او د قانون منګلو ته يې وسپارم.))

قوماندان د غزني د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ته امر وکړ  چې په دې برخه کې خپله مبارزه نوره هم ګړندۍ کړي.

خو بل لورته د غزني اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت کې ورځ تر بلې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېريږي.

د غزني ښار اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د نشه يي توکو کر په صفر حساب دى ، خو ورځ تر بلې په نشه يي توکو د اخته کسانو شمېر ډېرږي.

ده وويل: (( زموږ له پوليسو څخه غوښتنه دا ده چې د نشه يي توکو قاچاقبران او په ښار کې دننه کاروباريان يې ونيسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.))

نعمت الله نيوکه وکړه چې د نشه يي توکو قاچاقبران نيول کېږي، خو سمه سزا نه ورکول او له لږدې مودې وروسته بيرته خوشې کيږي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.