ښرنه(پژواک،٢٥چنګاښ٩٧):د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د یو کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.
د پکتیکا د والي مرستیال شېر بادشاه اورګوني د چنګاښ په ٢٥مه د یاد کانال د بنسټ ډبرې اېښودلو پرمهال وویل چې ددې کانال په جوړېدو سره به د مټاخان ولسوالۍ د تتور سیمې د اوسېدونکو هغه ستونزه چې په دې برخه کې یې لرله تر ډېره هواره شي.
اورګوني وویل چې د دې کانال په جوړېدو سره به نږدې زر د کورنيو د کرکیلې ځمکې خړوبې شي او په ټولیز ډول څه کم اته میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ورکول کیږې.
نوموړي په اړونده مسوولینو غږ وکړ چې د یادې پروژې چارې په منظم ډول وڅاري او په اړه يې راپور په خپل وخت له ولایتي ادارې سره شریک کړي.
د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رياست ريیس محمداصف وویل چې د یادې سیمې اوسېدونکي د کانال د اوبو له ستونزې سره مخ و، خو زیاتوي چې همدې اړتیا ته په کتو یې په یاده پروژه کار پیل کړ.
دده په خبره، له یادې پروژې به وخت پر وخت څارنه کېږې او ډاډ څرګندوي چې چارې به یې په لوړ کیفیت ترسره شي.
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د ولایتي شورا غړي عزیزالله عزیز د سیمي له اوسېدونکو او اړونده مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې د پروژې له کارونو دې وخت پر وخت څارنه وکړي، تر څو د پروژې چارې په سم کیفیت ترسره شي.
د مټاخان ولسوالۍ د تتور کلي ځايې اوسېدونکي اکبرخان د یاد کانال پر جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دوی به پخوا د دې کانال د پاکولو په موخه ولسي حشر کاوه او په ډېرې سختۍ به یې پاکاوه، خو د دې کانال په جوړېدو سره به یې یاده ستونزه هواره شي.
دوی له ولایتي ادارې او نورو مسوولو کسانو څخه په خپله سیمه کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کوي.
هغه وويل چې مټاخان دپکتيکا مرکز ښرنې ته نږدې ولسوالۍ ده، خو د حکومت له لوري دبيا رغونې په برخه کې ورته پاملرنه نه ده شوې.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم په مرکز او ځينو ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري دا ډول کانالونه جوړ او ګټي اخيستنې ته سپارل شوي دي.
login or register a new account.