Language

بغلان کې د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره کمېټه جوړه شوه

پلخمري (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): په بغلان کې یو شمېر مدني فعالانو او د بشري حقونو ملاتړ کوونکو په جګړه کې د عامو وکړو د ژوند ژغورنې او خوندیتوب لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه.

دغه کمېټه به ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه له ښکېلو خواوو سره خبرې کوي څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه راټيټه شي.

په مرکز پلخمري کې مدني فعال شاه زمان زماني د چنګاښ په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ پر یوې داسې کمېټې چې کار به یواځې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب او مرګ ژوبلې د کچې راښکته کول وي، هوکړه وکړه.))

زماني وویل، جوړه شوې دغه څو کسیزه کمېټه به په جګړه کې له ښکېلو دواړه خواوو سره اړیکې نیسي او په جګړه کې به ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنې ترې کوي.

دغه راز په ځوانانو پارلمان کې د بغلان استازي نجیب الله محسني هم د جوړې شوې کمېتې د فعالیت په اړه پژواک ته وویل چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

ده وويل چې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان باید د جګړې ټول قوانین په پام کې ونیسي او د بېګناه وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي.

محسني زیاته کړه، دوی به په یاده برخه کې له دواړو خواوو سره خبرې وکړي او د جګړې پر مهال به د ملکي وګړو په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه ترې وکړي.

دغه راز مدني فعالې حلیمې وردګ هم په دې اړه پژواک ته وویل چې د جګړې له ډګره خپره شوې شمېره ښيي چې ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې او که یې په اړه ګام پورته نه شي، ګراف به یې تر دې هم لوړ شي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې باید د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي وکړي.

همدارنګه په بغلان کې د بشري حقونو د ملاتړ دفتر مسوول محمد رحیم اریا هم پژواک ته وويل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره کمېټه جوړه شوې ده.

اریا زیاته کړه چې د نوې جوړې شوې کمېټې غوښتنې به له دواړو خواو یواځې د ملکي وګړو د ځان او مال ژغورل وي.

بغلان کې مدني فعالان په داسې حال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښنه ښيي چې د یاد ولایت په څو کلیو کې وسله وال طالبان او افغان ځواکونه یو بل ته ګوته پر ماشه ناست دي.

login or register a new account.