مزارشریف (پژواک، ۲۶ چنګاښ، ۹۷): په افغانستان کې د امريکا سفير جان بس او عطامحمد نور په شمال کې د داعش پر فعالیت او د ټاکنو پر روڼوالي خبرې کړي دي.
د جمعيت اسلامي د دارالانشاء رييس او د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور پر رسمي فېسبوک پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نور او جان بس د چنګاښ په ۲۵مه د شمال پر وروستیو نا امنیو، د داعش پر فعالیت او د ټاکنو پر روڼوالي خبري وکړې.
په خبرپانه کې د نور له خولې ویل شوي چې د افغانستان خلک د ښې حکومتولۍ برخه کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.
په خبرپانه کې دغه راز راغلي چې عطامحمد نور په دې خبرو کې د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کړی او رڼې ټاکنې يې له اوسنيو ستونزو د وتلو يواځېنۍ لاره بللې ده.
سرچینې د امریکایي د سفیر د څرګندونو جزئیات نه دي خپاره کړي.
په کابل کې د امریکا سفیر په داسې مهال له عطامحمد نور سره کتلي چې درې ورځې مخکې د افغانستان مطرحو سیاسي احزابو په ګډه ناسته کې د ټاکنو اوسنی بهیر له درغلیو ډک وباله او په دې اړه یې حکومت ته نوې طرحه وړاندې کړه چې وروسته بیا د سیاسي احزابو دا څرګندونې د ولسمشر غني له تند غبرګون سره مخ شوې.
له دې څو ورځې وړاندې عطامحمد نور مزارشریف کې خبریالانو ته ویلي وو چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به یا خپله ځان نوماند کړي او یا به له داسې کاندید څخه ملاتړ وکړي چې د نورو شرایطو تر څنګ د غرب او امریکا ملاتړ او همکاري ورسره وي.
login or register a new account.