Language

بلخ کې تېر کال د ١٢٤ ميليونه ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې دي

مزار شريف ( پژواک، ۲۷چنګاښ ۹۷) : د بلخ ولايت د اقتصاد رياست مسوولين وايي چې ۱۳۹۶ لمريز کال په دغه ولايت کې د ۱۲۴ ميليونه ډالرو په لګښت ۲۰۵ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

دغه څرګندونې د بلخ د اقتصاد رييس انجنير جنت ګل شرافت د چنګاښ په ۲۷مه مزار شريف کې د ۱۳۹۶ مالي کال د راپور ورکولو او د ۱۳۹۷ او ۹۸ لمريزو کلونو د انکشافي پلان په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

نوموړي د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ۱۳۹۶ل کال کې بلخ ولايت کې ۲۰۵ پروژې پلې شوي چې ۱۲۴ ميليونه ډالره لګښت پرې راغلی وو.

هغه زياته کړه،د يادو پروژو له ډلې څخه ۹۶ پروژې انتقالي وې چې له ۹۵ ل کال څخه پاتې وې او په ۹۶ کال کې بشپړې شوې.

د بلخ د اقتصاد رييس وويل، په ۱۳۹۷ کال کې هم بلخ ته د پروژو او برنامو د پلي کېدو لپاره په ۹۲ کوډونو کې بوديجه راغلې چې ورسره به لسګونه عام المنفعه پروژې پلې شي.

نوموړي که څه هم بلخ کې د ۹۷ کال د پلي کېدونکو پروژو دقيق شمېر په ګوته نه کړ؛ خو زياته يې کړه چې روان کال کې به ډېری پروژې د روغتيا، پوهنې، سړک جوړونې او نورو ټولنيزو خدماتو برخه کې پلې شي.

شرافت زياته کړه چې مزار شريف ښار او د بلخ په ولسواليو کې يې د کارونو پر وړاندې هېڅ ډول خنډونه نشته.

خو هغه وويل، د تېرو کلونو په پرتله يې مالي امکانات کم شوي؛ خو په وينا يې چې دوی بيا هم هڅه کوي تر څو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

نوموړی زياتوي چې د ۱۳۹۸ کال لپاره يې د څه باندې ۱۰۰ پروژو د تطبيق پلان جوړ کړی چې شاوخوا ۹۰ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد بيا له ولس سره د حکومتي سکتورونو دا ډول ناستې د حکومت او خلکو تر منځ د اړيکو په جوړولو کې رغنده بولي.

نوموړي زياته کړه، ولس ته بايد د هغو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل شي چې حکومت يې ترسره کوي.

هغه وويل: (( بلخ کې داسې ادارې هم شته چې مالي کال پای ته رسېدلی وي؛خو  بيا د ادارو رييسان خبر شوي چې پروژې يې بايد پلې کړې وای.))

login or register a new account.