Language

د جنبش پلويانو د حيرتان بندر او کابل – مزار لارې وتړلې

مزار شريف ( پژواک، ۲۷چنګاښ ۹۷): بلخ کې جنبش ګوند پورې اړوند لسګونه لاريون کوونکو د حيرتان سوداګريز بندر عمومي واټ د موټرو د تګ راتګ پر مخ بند کړ.

له دې سره هم مهاله يادو لاريون کوونکو په سمنګان ولايت کې د کابل – شمال لويه لار هم بنده کړې ده.

بلخ کې د جنبش ګوند مسوول سيد شمس الدين سادات د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک سره په خبرو کې وويل چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به يې د حيرتان بندر لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.

نوموړي زياته کړه چې هېواد ته د جنرال دوستم راستنېدل، د قيصاري خوشې کېدل او د قيصاري له ساتونکو سره د ناسم چلند عاملينو محاکمه کېدل يې مهمې غوښتنې دي.

نوموړي همدا راز وويل چې که بيا يې هم غوښتنې ونه منل شي؛ نو کابل ته له ازبکستان څخه تلونکې برېښنا به په بلخ کې قطع کړي.

سادات پر حکومت تور پورې کړ چې د دوی غږ يې نه دی اورېدلی او زياتوي چې که بيا هم حکومت ورته مثبت ځواب ورنه کړي؛ نو له دې پر سختو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

له دې سره هم مهاله نن په سمنګان ولايت کې هم د جنبش ګوند لسګونه لاريون کوونکو د کابل – شمال لويه لار په سمنګان ولايت کې تړلې ده.

دوی هم  هېواد ته د جنرال دوستم راستنېدل او د قيصاري خوشې کېدل خپلې مهمې غوښتنې بولي.

د دې تر څنګ لاريون کوونکو د سمنګان ولايت مقام او په جوزجان  او فارياب ولايتونو کې د يو شمېر دولتي ادارو دروازې هم تړلې دي.

د شمال په بېلا بېلو ولايتونو کې د جنبش ګوند پلويانو وروسته له هغه لاريونونه پيل کړل چې د حکومتي ځواکونو له خوا د جنبش ګوند قوماندان نظام الدين قيصاري ونيول شو.

login or register a new account.