ښرنه(پژواک،٢٧چنګاښ٩٧): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په سروبي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې دوه پوليس او اته طالبان وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د دغه ولايت د سروبي ولسوالۍ د هيبتو پر پوسته ډله ييز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې دوه پوليس او اته طالبان وژل شوي او درې پوليس او نهه طالبان ټپيان شوي دي.
دغه راز د هېبتو کلي يوه اوسېدونکي عصمت الله پژواک ته وويل چې جګړه د شپې شاوخوا ١٢ بجې پيل شوه او څو ساعته يې دوام وکړ.
ده وويل چې په دغه جګړه کې شپږ پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دغه جګړه کې شپږ سيمه ييز پوليس او يو طالب وژل شوي او څلور پوليس او يو طالب ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((، په کُمکي عسکرو هم برید وشو، ۱ ټانک ویجاړ شو، ۲ عسکر وژل شوي ۴ نور هم ټپيان شوي دي.))
د يادونې ده چې سروبي د پکتيکا د نا امنو ولسواليو په ډله کې ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP