Language

غزني کې د معافیت کتلوي څانګې د اداري ودانۍ د جوړول کار پيل شو

غزني (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٧): په غزني ولایت کې د یونیسف په مالي مرسته د معافیت کتلوي (واکسیناسیون) څانګې د اداري ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د غزني والي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې یاده دوه پوړیزه ودانۍ د لسو خونو درلودونکې ده، چې شاوخوا ۱۵.۵ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د هغه په وینا، دغه ودانۍ کې د واکسین د ساتلو لپاره معیاري او مجهز یخچال لرونکی سالون هم رغول کېږي، چې ورسره به دې ولایت کې د معافیت کتلوي څانګې د معیاري ځای د نه لرلو ستونزه حل او د خدماتو پر غوره والی به یې مثبت تأثیرات ولري.

ده زياته کړه، دغه پروژه په انکشافي برخه کې لاسته راوړنه ده چې د رغولو چارې به یې تر ۶ میاشتو بشپړې شي.

نوموړي د شرکت مسوولینو ته وویل، که چېرته يې کارونه په معیار برابر نه و، نو دوى به يې کارونه ودروي او اجازه به ورنه کړي چې په بې کیفیته کار مخې ته لاړ شي.

والي کلیمزي د دغې ودانۍ پر اساسي رغونې د ټینګار ترڅنګ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې یې د رغولو له بهیر څخه کلکه څارنه وکړي.

د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهر شاه نېکمل، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې له دې وړاندې يې په غزني کې د واکسین ساتلو لپاره معیاري ځاى نه درلود، نو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ستونزې حل شي.

هغه د دې خبر په څرګندولو سره چې په دې وروستیو کې مرکزي دولت په غزني کې عامې روغتیا ته پاملرنه ډېره کړې، وويل: ((ستونزې تر پخوا کمې شوې دي، خو داسې هم نه وایو چې بېخي ستونزې نشته؛ موږ هڅه کوو چې د غزني ټولو ولسوالیو ته روغتیايې خدمات په وخت سره ورسوو.))

بايد جوته شي چې د معافیت کتلوي (واکسین) څانګې مخکې تر دې د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند ودانۍ کې فعالیت کاوه چې د واکسین د ساتلو او د اداري چارو د پرمخ بېولو لپاره یې ځای نامناسب و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.