Language

د پکتيکا د ګمرک رييس: رشوت نه، بلکې شېريني مې اخيستې

ښرنه (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): د پکتيکا ولايت د ګمرک نيول شوى رييس وايي چې رشوت نه، بلکې له سوداګرو يې شېريني اخيستې ده.

د ګمرک رييس احمد شاه ناصري چې له اوو مامورينو سره څو ورځې مخکې د ملي امنيت له خوا نيول شوی و، د چنګاښ په ٢٨مه رسنيو ته وښودل شو.

د یاد ولایت د ګمرک رييس احمدشاه ناصري له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې له ٣٠زره امريکايې ډالرو او دوه سوه زره افغانيو سره يو ځای په خپل دفتر کې د ملي امنیتي ځواکونو له لوري لاس په لاس ونيول شو.

خو هغه وايي چې يادې پيسې يې د دولت له عوايدو نه دي پټې کړې، بلکې له سوداګرو سره د ښو اړيکو له امله د شېريني په توګه يې ترلاسه کړې دي.

د نوموړي په وينا، يادې پيسې يې په تېرو ١١ مياشتو کې ترلاسه کړې وې او غوښتل يې چې کابل ته يې ولېږدوي چې ونيول شو.

احمدشاه زياتوي: ((پلار ته مې يو ځل نهه سوه زره افغانۍ او بيا اووه سوه زره افغانۍ لېږلې وې، هغه مې هم له سوداګرو د شېريني په توګه اخيستې وې، پلار مې هم په کابل کې له يادو پيسو سره نيول شوى دى.))

ده وويل چې په دغه کار کې د رياست ټول مامورين ورسره شريک وو او هغوى ته يې هم برخه ورکوله.

د ګمرک يو اداري مامور عزت الله وايي، د ګمرک رييس پرې غير قانوني کارونه ترسره کول چې له امله يې ياده ستونزه د ګمرکاتو تر معاونيت رسولې، خو تر اوسه يې د دوی ستونزه حل کړې نه ده.

د ګمرک يوه بل مامور ذکي پژواک ته وويل چې رييس له غیر قانوني لارو پيسې ترلاسه کولې، دوى ورسره هېڅ ډول همکاري نه لرله او نه ورسره شريک وو.

د هغه په خبره، څو ځلې يې د ګمرکاتو معينيت ته شکايتونه کړي، خو چا يې غږ نه اورېده.

د ملی امنيت مسوولين وايي چې د ګمرک له نيول شوي رييس سره يې ٧ مامورين هم نيولي چې اوسمهال تر پلټنو لاندې دي.

د يادونې ده، مامورين د رييس تر نيول کېدو وروسته د ملي امنيت له خوا ونيول شول.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.