مزارشريف (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۷): په افغانستان کې د خبريالانو خونديتوب کمېټه وايي، هڅې يې پيل کړې څو له خبريالانو سره د پوليسو د چال چلند موضوع د پوليسو په درسي نصاب کې شامله کړي.
د خبريالانو خونديتوب کمېتې د عدالت غوښتنې برخې مسوول صديق الله توحيدي دغه څرګندونې د چنګاښ په ۲۸مه په مزارشريف کې له خبريالانو سره د پوليسو چلند په اړه د روزنيزې لړۍ په پای کې وکړې.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې د جګړو او نا امنيو په زياتېدو له خبريالانو سره د پوليسو د ناسم چلند په اړه شکايتونو شتون درلود چې په وينا يې دې ستونزې ته بايد حل لار ولټول شي.
توحيدي زياته کړه، په دې وروستيو کې کورنيو چارو وزارت موافقه کړې څو د هېواد په ټولو زونونو کې پوليسو ته له خبريالانو سره د چال چلند په تړاو روزنيزې لړۍ پيل شي.
هغه وويل: ((په دې درې ورځنۍ روزنيزې لړۍ کې په شمال کې د ۷۰۷ پامير زون، د بلخ د امنيې قوماندانۍ او د تعليمي مرکز د مطبوعاتو څانګې ۲۰ پوليسو ګډون کړی و چې د پېښو پر مهال له خبريالانو سره د پوليسو د چلند په اړه پر مهمو مواردو بحث وشو.))
توحيدي زياتوي، دغه روزنيزه لړۍ پر بلخ سربېره هم مهاله په هرات، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې هم پيل شوې وې وه.
نوموړی دغه راز وايي چې له زونونو وروسته به په کابل کې هم دغه لړۍ پلې کړي.
هغه زياتوي: ((موږ د يوه داسې قانوني او مسلکي کريکولم پر تدوين کار کوو چې له مخې به يې له خبريالانو سره د پوليسو چلند په اړه ټول قانوني موارد مراعات شوي وي، وروسته به بيا دا موضوع د پوليسو په تدريسي نصاب کې هم شامله شي.))
دى وايي، د دغه کار موخه دا ده چې د هغه تاوتريخوالي مخه ونيول شي چې په ځينو مواردو کې د امنيتي ځواکونو د ناسم چلند له امله خبريالان ورسره مخ کېږي.
توحيدي په خپلو خبرو کې وويل چې په ډېری مواردو کې امنيتي ځواکونه فکر کوي چې خبريالان يې د کار پر وړاندې خنډ دي.
په شمال کې د پوليسو ۷۰۷ پامير زون مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني چې په ياده روزنيزه لړۍ کې يې ګډون کړی وايي چې ورته پروګرامونه به د پوليسو او خبريالانو تر منځ د لا ډېرې همکارۍ سبب شي.
نوموړي د دې روزنيزې لړۍ غځېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونه بايد اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه په بشپړ ډول خبر کړای شي.
login or register a new account.