پلخمري (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې سلګونه کيلوګرامه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول.
د بغلان والي انجنير عبدالحى نعمتي د دې توکو د سوځېدو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بغلان له بېلا بېلو سيمو دوه ټنه (٢٠٠٠ کيلوګرامه) درمل او ٦٠٠ کيلوګرامه خوراکي توکي چې دواړه تاريخ تېر وو، په مختلفو وختونو کې راټول کړي او نن يې وسوځول.
د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محب الله حبيب، پژواک ته وويل چې دغه سوځول شوي مواد يواځې د پلخمري له درملتونونو څخه راغونډ شوي و.
په پلخمري کې د مصطفى په نوم د يوه درملتون مسوول پژواک ته وويل، د بغلان د عامې روغتیا ریاست له خوا ورته په لیکلې توګه خبر ورکړل شوی چې تاریخ تېر شوي دارو بېل او دوی ته یې وسپاري، کارکوونکي یې هره میاشت تاریخ تېر شوي دارو جدا کوي او د عامې روغتیا ریاست مسوول کس ته یې سپاري.
ده زياته کړه، د تاریخ تېر شویو دارو د ټولولو د کمپاین له پیل راهیسې هره میاشت زرګونه افغانۍ زیان ور رسېږي، خو د خلکو د روغتیا او قانون ته د غاړې ایښودو په خاطر یې زيان منلی دى.
ده وړانديز وکړ، که پر درمل جوړوونکو کمپنيو د نورو هېوادونو په څېر داسې فشار راوړل شي چې په افغانستان کې پلورل شوي درمل چې تاريخ يې تېر شي، کمپنۍ بېرته واخلي او د همدې تاريخ تېر شويو درملو په بدل کې نوي درمل ورکړي، ترڅو دوى له دغه مالي زيان څخه وژغورل شي.
login or register a new account.