Language

جنرال دوستم تر راتلونکو دوو ورځو کابل ته راځي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۷): یوه معتبره حکومتي سرچینه وايي چې جنرال دوستم راتلونکې یکشنبې (تر دوو ورځو پورې) له ترکیې کابل ته راځي.

یادې سرچینې د چنګاښ په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جنرال دوستم د بېرته راستنېدو پر سر هوکړه شوې او ولسمشر غني هم منلې څو د ولسمشرۍ لومړی مرستیال کابل ته راستون شي.

سرچینه زیاتوي چې جنرال دوستم له هېڅ ډول مخکې شرط پرته کابل ته راستنېږي او د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په توګه خپله دنده پیلوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د جنرال دوستم له بېرته راستنېدو سره به د نظام الدین قیصاري د خوشې کېدو په اړه هم د قانون له مخې پرېکړه وشي.

دغه راز ځینو نورو سرچینو ویلي چې قیصاري به تر خوشې کېدو وروسته په کابل کې پاتې شي او د هېواد شمال ته به د بېرته تلو اجازه ونه لري.

له ارګ سره د جنرال دوستم اړیکې د تېر کال په غويي میاشت کې وروسته له هغه چې له احمد ایشچي سره پر نا سم چلند تورن شو او حکومت یې د قضیې څېړلو هڅه وکړه، خړې پړې شوې.

جنرال دوستم د تېر کال د غويي میاشتې په ۲۹مه ترکيې ته ولاړ او ویاند یې اعلان وکړ چې نوموړی د روغتیايي معایناتو ترسره کېدو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی خو تر یو کال ډېر وخت کېږي چې هغه په ترکیه کې دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.