پلخمري(پژواک،٣٠چنګاښ٩٧): بغلان کې د زرګونو هغو کوچي کورنيو څاريو ته د خوراکي موادو د وېش لړۍ پيل شوې چې وچکالۍ ځپلي دي.
د يادو موادو د وېشلو پرمهال د بغلان والي عبدالحي نعمتي وويل چې د وچکالۍ له امله د نورو هېوادوالو ترڅنګ کوچيان هم ځپل شوي دي.
هغه زياته کړه: (( کوچيان د څارویو لپاره د وښو له کمښت سره مخ دي مسوولو حکومتي ادارو چې څه په توان کې وو هغه همدا دي چې نن یې بغلان کې پر زرګونو څاروي لرونکو کورنیو وېشو.))
والي زیاته کړه، دغه د څارویو لپاره ځانګړي خوراکي توکي د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکړل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه توکي په ٣٣٣٣ کورنيو وېشل کيږي او د هرې کورنۍ لپاره درې سوه کيلوګرامه په پام کې نيول شوي دي.
دغه راز بغلان کې د کوچیانو امر امان الله احمدزي وويل چې د کوچيانو امريت له خوا د ترسره شوې سروې له مخې، ٣٣٣٣ کورنۍ په دغه ولايت کې سږکال د څارويو د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
احمدزي زیاته کړه: (( دغه خوراکي توکي که څه هم هیڅ بسنه نه کوي، خو د حکومت او کوچیانو کورنیو ترمنځ د اړیکو ښه والي لپاره یو ګام دی.))
همدارنګه په دې اړه د کوچيانو يو تن سرخېل ببرک پژواک ته وويل: (( سږ کال هيڅ واښه نشته، وچکالي ده، زموږ يواځنۍ تمه دا ده چې حکومت موږ سره مرستې وکړي.))
د يادونې ده چې بغلان کې د کرنې رياست مسوولينو د کال په پيل کې ويلي و چې دغه ولايت به سږکال د وچکالۍ کچه لوړه وي.
login or register a new account.