غزني (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٧): په غزني کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې د رشيدانو ولسوالۍ د سرپرست امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په رشيدانو، جاغوري، قره باغ، اندړ او جغتو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.
هغه وايي چې په دې جګړو کې د رشيدانو ولسوالۍ د سرپرست امنيه قوماندان دويم څارن صبغت الله په ګډون څلور پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
نوري وايي چې د امنيتي ځواکونو له لوري د طالبانو دغه بريدونه پر شا تمبول شوي او مرګ ژوبله هم ورته اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه په ډاګه شوې نه ده.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني د تېرې شپې په جګړو کې طالبانو يوه قرارګاه او يوه پوسته نيولې دي.
ده وويل چې په جګړو کې ٢٠ امنيتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان دي او يو شمېر وسلې او مهمات یې طالبانو ته په لاس ورغلي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.