غزني ښار(پژواک،٣١چنګاښ٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په تېره يوه مياشت کې د وسله والو طالبانو په ګډون يې ٦٩ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.
دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل نن د چنګاښ ٣١مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په دې ٦٩ نيول شويو کسانو کې ٢٣ يې طالبان او يا هم هغه کسان دي چې له طالبانو سره يې همکاري درلوده.
ده وويل چې پاتې ٤٦ تنه، د غلا، ځورونې، کورني تاوتريخوالي او نورو جرمونو په تور نيول شوي دي.
قوماندان وايي چې په نيول شويو کسانو کې درې پوليس هم شامل دي چې له خپلې دندې او وسلې څخه يې ناوړه ګټه پورته له کوله.
د هغه په وينا، نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او دوسيې يې عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
مشعل د غزني له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره د دغه ډول کسانو په نيولو کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
login or register a new account.