مزار شريف ( پژواک،د زمري لومړۍ نېټه۹۷): په بلخ ولايت کې حيرتان سوداګريز بندر له پنځو ورځو تړل کېدو وروسته تېره شپه بېرته د سوداګرو او تجارتي مالونو پر مخ پرانيستل شو.
له دې سره هم مهاله مزار شريف کې د ټاکنو ولايتي دفتر مخکې لګول شوې خېمه هم ټوله شوه او د ياد کمېسيون ولايتي چارې هم بېرته پيل شوې.
شمال کې د حيرتان او اقينې بندرونه او همدا راز په ځينو ولايتونو کې ټاکنيز دفترونه هغه مهال د جنبش ګوند پورې اړوند لاريون کوونکو له خوا وتړل شول، چې فارياب کې د جنرال دوستم استازی نظام الدين قيصاري ددولت له خوا ونيول شو.
بلخ کې د جنبش ګوند ولايتي مسوول او د معترضينو يوه سرلاري سيد شمس الدين سادات د زمري په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل چې تېره شپه يې حيرتان بندر ته ورغلې لار بېرته پرانېستله.
نوموړي زياته کړه چې د اعتراض کوونکو يوه غوښتنه يې هېواد ته د جنرال دوستم راستنېدل و، چې بالاخره يې دا غوښتنه ومنل شوه.
هغه وايي، په هماغه شېبه په شمالي ولايتونو کې معترضينو خپل لاريونونه ودرول، کله چې د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم يې د پای ته رسېدو غږ وکړ.
په ورته وخت کې د بلخ د سوداګرۍ او صنايع رياست مسوولين هم په شمال کې د سوداګريزو بندرونو بېرته پرانېستل کېدل د سوداګرو لپاره مهم زيری بولي.
د سوداګرۍ خونې اجراييه مدير نصير احمد قاسمي پژواک ته وويل چې د حيرتان او اقينې بندر تړل کېدو له امله هره ورځ افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښت.
نوموړي زياته کړه چې د يادې ستونزې له امله په شمالي ولايتونو کې د نفتي او خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې وې.
قاسمي زياتوي چې د يادو بندرونو په خلاصېدو سره به بېرته سوداګري عادي حالت ته راشي او ورسره به د خلکو ستونزې هم راکمې شي.
نوموړي له مرکزي ادارې او معترضينو څخه مننه وکړه چې رامنځته شوې ستونزه يې د خبرو له لارې حل کړه.
login or register a new account.