ګردېز(پژواک،د زمري لومړۍ نېټه٩٧)):د پکتيا د څمکني او جاني خېلو ولسواليو اوسېدونکي د يادو ولسواليو تر منځ د غځېدلي سړک له خراب حالت څخه شکايت کوي او وايي چې له امله يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي چې څو ځله ور سره د دې سړک د اساسي رغولو ژمنې شوې، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ عملي اقدام نه دی شوی.
ياد سړک دوه ويشت اعشاريه پنځه کيلومتره اوږدوالی لري چې د پنځو ولسواليو مرکز څمکني له جاني خېل ولسوالۍ سره نښلوي.
د څمکنيو د حصارک کلي اوسېدونکی ظفر خان پر چارواکو نيوکه کوي چې له تېرو څو کلونو راهيسې ور سره د سړک د پخولو په اړه يواځې ژمنې کوي، خو عملا څه نه دي شوي.
نوموړي د دې سړک جوړېدل د امنيتي حالت ښه کېدو لپاره هم حياتي بولي او وايي چې د جګړې، ماينونو او د سرتېرو د تلفاتو په مخنيوي کې خورا مرستندوی دی.
نوموړی وايي: ((د دې سړک د خامۍ له امله ډېر مشکلات لرو، موږ ته چارواکو او وکيلانو هم پاملرنه نه ده کړې، وکيلانو د کمپاينونو وخت کې له خلکو په دې نوم رايې واخيستې چې د دې سړک پخېدو ته به کار کوي. که دا سړک پوخ شي امنيت هم ور سره ښه کيږي، امنيتي قواوې به هر ځای ته ژر ځان ورسولی شي او مصوون به وي. موږ غواړو چې دا سړک ژر پوخ شي.))
دغه راز د جاني خېلو اوسېدونکی عبدالکريم وايي چې درې ځله د دې سړک سروې شوې، خو لا هم په پخواني حالت پاتې دی.
نوموړي وويل چې سړک ته نږدې خلک د خاورو او ګردونو او د لرې سيمو خلک د څمکنيو شهر نو بازار ته د تګ راتګ پر وخت له زيات خنډ او ځنډ سره مخ وي.
دی وايي:((دا څو کاله ژمنې کيږي، سروې ګانې وکړي، بېرته لاړ شي او بيا هېڅ شی هم نه وي، مشکلات ډېر دي. د دې عمومي سړک شاوخوا ډېر خلک پراته دي، همدارنګه د ډېرو نورو سيمو خلک پر دې سړک ځي، راځي. باور وکړئ ډېر مشکلات لرو.))
همدارنګه د څمکني ــ جاني خېلو لويې لارې يو تن ټکسي چلوونکی شينو ځاځی وايي چې د څمکنيو له لرې سيمو او يا جاني خېلو ولسوالۍ د تګ راتګ؛ په تېره د ناروغانو د لېږد پر مهال له زيات مشکل سره مخ وي او څو ځله د لارې د زيات واټن او خرابۍ له امله ناروغان د لارې په اوږدو کې مړه شوي دي.
ځاځی وايي: ((له دې سړک سره ډېر په تکليف يو؛ که له لس کيلومتره منده خېلو هم يو مريض را رسوو، ډېر سخت وي او د لارې د خرابۍ له امله مريض نور هم خرابيږي، شفاخانې ته رسيدګي نه شو کولی. په هفته يا لسو ورځو کې زموږ موټر هم خرابيږي مجبور يو مستري ته لاړ شو.))
د دې ولسواليو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
login or register a new account.