پل علم(پژواک، د زمري لومړۍ نېټه٩٧):د لوګر امنيتې چارواکي ادعا کوي چې په مرکز پل علم کې لس طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي، خو طالبان بيا دغه پېښه نه تاييدوي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د مرکز پل علم اړوند د بابوس په سيمه کې لس وسله وال طالبان د ماين پر جوړولو بوخت چې چاودنه يې پرې کړې ده.
هغه وایي:((د ملا میر عالم او موسی د ډلې مربوط لس وسله وال طالبان د بابوس په یوه جومات کې د ماین پر جوړلو بوخت و چې خپل ماین یې پرې چاودېدلی او وژل شوي دي.))
دغه راز د بابوس د سيمې يوه اوسېدونکي سليم پژواک ته وويل چې د کلي په جومات کې يې چاودنه شوې او څو طالبان په کې وژل شوي دي.
خو بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته د دې پېښې په اړه بې خبري وښوده.
د يادونې ده چې تيره اوونۍ په همدې سيمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP