Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اټغر ولسوالۍ کې لسګونو طالبانو او يوشمېر امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کلات (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): د زابل ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د اټغر ولسوالۍ د نيولو هڅه يې ناکامه کړې، خو په جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه سلګونو وسله والو طالبانو چې شمېر يې تر ٣٠٠ زياته و، پر اټغر ولسوالۍ بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې طالبان له غزني او کندهار څخه هم راغلي وو او ورسره د پاکستان پوځ او استخباراتو مرسته هم وه.

سيال وايي چې وسله والو طالبانو له تېرو څو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې کومه لاسته راوړنه نه لرله؛ نو ځکه يې خپلو مشرانو ته د لاسته راوړنې ښودو په موخه  پر اټغر ولسوالۍ ډله ييز بريدونه وکړل.

د والي وياند وايي چې دوى په دغه کار کې بشپړ ناکام شول او د دولتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې ٢٨ وسله وال ووژل شول او ٢٣ نور يې ټپيان شوي دي.

دغه راز نوموړي وويل چې په دې جګړو کې څلور پوليس هم وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

خو يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې  د اټغر په جګړه کې ١٧ د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو بيا د دې ولسوالۍ د نيولو او  لسګونو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.