Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فرانسه له افغانستان سره د امنیت په ټینګښت او رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته کوي

فرانسه له افغانستان سره د امنیت په ټینګښت او رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته کوي

author avatar
25 Jul 2018 - 16:02
فرانسه له افغانستان سره د امنیت په ټینګښت او رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته کوي
author avatar
25 Jul 2018 - 16:02

لښکرګاه (پژواک، ٣ زمرى ٩٧): په افغانستان کې د فرانسې سفير د هلمند امنيتي وضعيت د ډاډ وړباله او ويې ويل چې هېواد یې له افغانستان سره د سولې په راوستو، د امنيت په ټينګښت او رڼو ټاکنو ترسره کېدو برخو کې مرستې کوي.

دغه څرګندونې په کابل کې د فرانسې سفير فرانسوا ريشيه نن (د زمري درېيمه) په مرکز لښکرګاه کې د هلمند ولايت له حکومتي چارواکو او قومي مشرانو سره تر ليدنې وروسته د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل: ((له دې لیدنو او کتنو مو موخه دا وه چې د روغتیا او پوهنې د ښه والي تر څنګ شفافو ټاکنو او بین الافغاني سولې ته زمنیه برابره کړو.))

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو له لارې ښه پرمختګ شوى چې هېواد يې له هرې ممکنې لارې د دې برخې د پياوړتيا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي په وينا، د هلمند د امنيت په برخه کې د پام وړ بدلون راغلى، ښه حکومتولي په کې رامنځته شوې او د پرمختګونو لپاره زمينه هم په کې برابره شوې ده.

ريشيه وايي چې د خپل درې ورځني په سفر په ترڅ کې يې د هلمند له تاريخي ابداتو هم ليدنه وکړه چې د بیارغونې لپاره به يې د خپل هېواد اړوندې برخې ته معلومات ورکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې په دې وروستيو کې د هلمند امنيتي وضعيت ښه شوى نو ځکه د بهرنيو هيوادونو د سفيرانو او استازو پاملرنه هم ورته زياته شوې ده.

ده هم وويل چې د فرانسې له سفير سره يې د سولې د راتګ، امنيت د ټينګښت او رڼو ټاکنو په اړه خبرې کړې دي چې په راتلونکي به دغه برخې نورې هم پياوړې شي.

د يادونې ده، په وروستيو څو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې د فرانسې هېواد سفير د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت هلمند ته سفر کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.