Language

وسله والو په پلخمري ښار کې شپږو ملکي وګړي ته مرګ ژوبله اړولې

پلخمري (پژواک، ٣ زمرى ٩٧): نامعلومو وسله والو کسانو د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې شپږو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

عيني شاهدان وايي، چې د پلخمري  ښار قصابۍ کوڅه کې څو تنه نا معلومه وسله والو تر لفظي شخړې وروسته ډزې کړې، دوه تنه يې وژلي او څلور نور يې ژوبل کړي دي.

د ملکي روغتون دهمغږۍ څانګې مسوول ډاکټر شاه محمود هوفياني دزمري په ۳ مه پژواک خبري اژانس ته وویل  چې له پېښې ورته دوه جسدونه او څلور ټپيان راوړل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د هغه په وينا، د پېښې لامل ورته نه دى معلوم، خو ټول راوړل شوي کسان د کلاشنکوف په ډزو لګيدلي دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

login or register a new account.