Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: لوګر کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

پل علم (پژواک، ٣ زمرى ٩٧): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د زمري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ په سليمانخېلو، دريا خان او ګل محمدخېلو سيمو کې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي، درې ميله وسلې او دوه موټرسايکلونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د دريا خان سيمې اوسېدونکي رجب خان پژواک ته وويل چې په سيمه کې تېره شپه افغان ځواکونو عمليات کړي چې په ترڅ کې یې يو شمېر طالبان وژل شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ طالبانو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، دوه ورځې مخکې د لوګر د مرکز اړوند په بابوس سيمه کې لس طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.