خوست ښار (پژواک، ۵ زمری ٩٧): په خوست کې ناپېژاندو وسله والو دوه ملي پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د خوست امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل عبدالحنان نن د زمري په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ نيمې بجې د خوست مرکز اړوند اداري کمپليکس ته څېرمه له څړبني پول سره نږدې شوې ده.
نوموړي زياته کړه، يو شمېر وسله والو چې چادرۍ يې پر سر وې، د پوليسو د تلاشۍ پر پوستې بريد وکړ، چې له امله يې دوه پوليس ځای پرځای ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.
د ده په وينا، وسله وال د سراچه ډوله موټر نه په استفادې د پېښې له ځايه تښتېدلي، خو وايي چې د هغوی د نيولو په موخه يې په سيمه کې پلټونکي عمليات پيل کړي دي.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځایه دوی ته دوه جسدونه او يو پوليس په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
نوموړي د ټپي شوي پوليس روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالبصير بينا بيا پژواک اژانس ته وويل، پوليسو د پلټونکو عملياتو په ترڅ کې ياد شوی سراچه ډوله موټر له څو شکمن کسانو سره يو ځای نيولي، چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه ويلي.
د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم په همدې سيمه کې څو تنو وسله والو چې چادرۍ يې اغوستې وې، د نوم ليکنې پر يوه مرکز وسله وال بريد کړی و، د ملي اردو او د ملي پوليسو دوه سرتېري يې وژلي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP