خوست ښار (پژواک، ۵ زمری ۱۳۹۷): په خوست کې تېره ورځ سخت باران چې تېز باد هم ورسره و، يو شمېر خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.
دغه باران تېره ورځ مازيګرمهال د خوست ښار او شاوخوا نږدې سيمو کې وشو، چې د خوست د والي وياند طالب منګل په وينا، د ۱۰ کورونو ځينې برخې يې نړولي او يو کور يې په بشپړ ډول نړولی دی.
طالب منګل نن د زمري په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد باران او باد له امله چا ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی.
د نوموړي په وينا، د ولايت مقام په لارښوونه د زيانمنو خلکو سيمو ته له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست ډلې تللې دي، څو د اړتيا په صورت کې له زيانمنو کورنيو سره په خپل وخت مرسته وکړي.
د خوست ښار اوسېدونکی محمد نذير وايي، له دې امله چې له باران سره طوفان هم مل و، د دوی په ګډون د يو شمېر نورو خلکو د سولر ګڼ شمېر تختې يې هم ماتې کړې دي.
په اقليمي لحاظ خوست د اوړي او مني په موسمونو کې د سختو بارانونو له امله د ډېرو سېلابونو شاهد وي، خو د پروني باران په پايله کې د سېلابونو له امله د زيان اړولو په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP