ګردېز (پژواک، ٥ زمرى ٩٧): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې په سيد کرم ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ددولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په سيد کرم ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو عمليات پيل کړي دي.
ده زياته کړه، د يادې ولسوالۍ په کوهسين سيمه کې د بمبار په پايله کې شپږ وسله وال وژل شوي او يو شمېر يې ژوندي نيول شوي دي.
د هغه په وينا، په دغه بمبار کې د طالبانو يو موټر سايکل، يو رېنجر موټر چې مخکې يې له پوليسو نيولى و او وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
خو د سيمې خلک وايي چې په نيول شويو کسانو کې زيات شمېر يې ملکي وګړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.