Language

د تخار خواجه غار ولسوالۍ بېرته دولتي ځواکونو نیولې

تالقان (پژواک، ٦ زمرى ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې د تخار خواجه غار ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده.

پرون مازديګر وسله والو د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د مقام پر ودانۍ او امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريدونه وکړل خو امنيتي ځواکونو له کومې نښتې پرته دغه سيمې طالبانو ته پرېښودې.

خو نن (د زمري شپږمه) په شمال زون کې د کومانډو ځواکونو وياند سليم جاوېد پژواک خبري اژانس ته وويل چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د خواجه غار ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره عمليات کړي دي.

هغه وايي: ((طالبانو له کوم مقاومت پرته نيول شوې سيمې بېرته پرېيښې او اوس د ولسوالۍ مقام او د امنيې قوماندانۍ ودانۍ د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دي.))

جاوېد زياتوي چې د ولسوالۍ په نورو سيمو کې د کومانډو ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير هم د خواجه غار ولسوالۍ د بېرته نيولو موضوع تاييد کړه.

ده هم وويل چې د ولسوالۍ د سقوط او بېرته نيولو پر مهال چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خواجه غار ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل: ((پرون مازديګر امنيتي ځواکونو له جګړې پرته ولسوالۍ پرېښوده خو بيا نهه بجې نور ځواکونه راغلل او ولسوالۍ يې بېرته ونيوه.))

بل لور ته طالبان هم د خواجه غار موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې ده او د کوکچې ولسوالۍ پر لور یې پرمختګ دوام لري.

مجاهد وايي چې د خواجه غار ولسوالۍ د نيولو پر مهال ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده، شاوخوا درې کاله وړاندې هم وسله والو طالبانو د درېيو ورځو لپاره د خواجه غار ولسوالۍ نيولې وه.

login or register a new account.