Language

د بغلان یو شمېر قومي مشرانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي غوښتنه وکړه

پلخمري(پژواک،٨زمرى٩٧): د بغلان یو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو په جګړه له ښکيلو خواوو غوښتنه وکړه چې د جګړې نړيوال اصول مراعات او ترڅنګ يې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو نن د زمري په اتمه په مرکز پلخمري کې غونډه جوړه کړې وه.

دې غونډې ته د بورکې ولسوالۍ قومي مشر نجیب الله ندیم وويل چې له کلونو راهيسې په دغه ولسوالۍ کې جګړې روانې دي چې له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

ده وویل: (( په افغانستان کې نړیواله ټولنه شته او ځواکونه یې هم دوسله والو پرضد جګړه کې ښکېل دي، دوی هم د جګړې اصول نه دي مراعات کړي چې له هر برید وروسته یې د ملکي تلفاتو خبر اورو همدې حالت زموږ اندېښنې زیاتې کړې دي.))

دغه راز بل قومي مشر مدیر احمد شاه هم ورته اندېښنه لري ده هم وويل چې د افغانستان خلک له یوې ډېرې بدې جګړې سره مخ دي دغه جګړه تر ټولو زیات ملکي وګړي ځپي.

احمد شاه زیاتوي: (( له وسله اولو مخالفينو موږ ګيله نه لرو هغوى هسې هم تل له زور څخه کار اخلي، خو له افغان ځواکونو غواړو چې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.))

ده وویل، که حالت همدا سې دوام وکړي خلک مجبوردي چې د خپل ځان او مال ژغورنې په موخه له کلیو را ووځي او پرمدني حرکتونو لاس پوري کړي.

دغه راز په دې غونډه کې مدنې فعال رحیم داد اریا وويل چې د وروستیو ترسره شویو سروې ګانو له مخې ښکاري چې په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی دى.

آریا وویل: ((د څو نا امنه ولسواليو قومي مشران مو را غونډ کړي چې د دولت وسله والومخالفينو سره خبرې وکړي ترڅو په جګړه کې د جنګ نړیوال اصول مراعت او ملکي وګړي د جګړې سپر و نه ګرځوي.))

نوموړی زیاتوي، له غونډې وروسته به د دې قومي مشرانو نظریات او غوښتنې له دولتي اړوندو چارواکو سره شريک کړي.

login or register a new account.

Related Topics