Language

د لوګر په محمد اغه کې ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ٨ زمرى ٩٧): د لوګر امنيه قومانداني وايي چې په د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په ترسره شوو عملياتو کې وسله وال مخالفين وژل شوي، خو ولايتي شورا بيا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي د زمري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهیسې د ګډو ځواکونو له خوا په محمد اغې ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه عملیات چې تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې ترسر شوي، طالب وسله وال په کې وژل شوي او ګڼې سیمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې دي.

احمدزى وايي چې دغه عمليات اوس هم د محمداغې ولسوالۍ په برګ سیمه کې روان دي.

خو د ولایتي شورا غړي سيد قريب الله سادات پژواک اژانس ته وویل چې د محمداغې د زرغون ښار د الوخېلو په کلي کې په عملیاتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شته.

دى وايي چې په دې عملياتو کې د ملکي وګړو يو کور هم ويجاړ شوى دى.

د الوخېلو سيمې يوه اوسېدونکي جمشېد وايي چې پر يو کور له الوتکې بم غورځول شوى او د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا ، په دې عملياتو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پر يادې سيمې بهرنيو ځواکونو بمباري کړې او اووه ملکي وګړي يې وژلي دي.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند په دې عملياتو کې د ملکي وګړو  مرګ ژوبله ردوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.