کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۷): پژواک ته په لاس ورغلي اسناد په ډاګه کوي چې حکومت او څارنوالۍ د ولسي جرګې په ځانګړې توګه د روان کال ټاکنو لپاره نوماندانو په اړه د جرمي اسنادو په راغونډولو بوخت دي او تر اوسه د ۶۱کسانو د دوسیو مشخصات روښانه شوي دي.
د ولسي جرګې د یادو غړو شمېر۶۱ کسانو ته رسېږي او د روان کال تلې میاشتې ۲۸مې د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماندان هم په کې شامل دي، اسناد ښيي چې د ولسي جرګې شپاړسمې دورې ( له ۱۳۹۰ – ۱۳۹۶ کلونو) پورې د بېلابېلو موضوع ګانو په تړاو،له واک څخه په ناوړه ګټه اخیستلو، دځمکوغصب،دخلکوګواښلواو وېرولو،اختطاف، اختلاس او اداري فساد باندې تورن دي.
د یادو اسنادو له مخې، دا کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو چې په تفصیلي ډول لاندې بیان شوي، لږ ترلږه یو ځل او په اعظمي ډول ۲۸ ځله په رسمي ډول څارنوالۍ ته احضارشوي دي:
۱- د کابل د خلکو استازی قیس حسن، د ۲۴۰ جریبو ځمکې په غصب چې د کابل بني حصارسیمه کې د میرویس ښارګوټی پرې جوړ شوى دى او د ځمکې د ملکيت پرسر لانجه کې د درې کسانو پر وژنه تورن دی.
۲- د کابل د خلکو استازی سیدحسین انوري، د کرنې وزیر په توګه د دندې ترسره کولو پرمهال پر اداري فساد او له واک څخه پر ناوړه ګټې اخیستنې تورن دی( مړ شوی دی)
۳- د سرپل د خلکو استازی محمدحسین فهیمي، د کابل – مزار پر لویه لار يې د پولیسو منسوبین وهلي ټکولي او د تلاشي پرمهال د دولتي کلاشینکوف پر ورکولو تورن دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP