ګردېز (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): امنيتي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د ګردېزـ کابل لويې لارې ۲۲ مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي نن (د زمري ۹مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو ياد مسافر د تېرې کنډو په غفورخېلو سيمه کې ښکته کړي دي.
مندوزی وايي چې پولیسو د مسافرو ژغورلو لپاره پر وخت اقدام کړی او شپږ مسافر يې له وسله والو ژغورلي دي.
نوموړي وويل چې د نورو کسانو په ژغورلو ځکه بريالي نه شول چې د ملکي خلکو خونديتوب لپاره يې پر وسله والو طالبانو بريد نه شوای کولای.
ده وويل: ((مسافر وسله والو طالبانو ښکته کړي، ټول نارينه دي. د طالبانو هدف يوازې د خلکو ازار او اذيت دی، دوی تل خلک ځورولي او مشکلات يې ورته پېښ کړي دي. د مسافرو د راخلاصون لپاره کوشش کوو.))
دغه راز د غفورخېلو سيمې اوسېدونکی اجمير چې د مسافرو د ښکته کولو جريان يې ليدلی، وايي چې وسله والو ياد مسافر له دوو کرولا، دوو مرسيډيز او دوو مازدا موټرو ښکته کړي دي.
ده وويل چې يو مسافر له وسله والو طالبانو په تېښه بريالی شوی او د ښځو په ګډون څو پاتې مسافر بېرته پوليسو ګردېز ته بيولي دي.
نوموړی وايي: ((له دوه مازدا موټرو يې هم څلور کسان ښکته کړل، ډېر نفر يې له مرسيډيز موټرو بوتلل، له کرولاګانو يې هم ښکته کړي وو. په موټرو کې دوه ښځې او څلور، پنځه کسان نور پاتې شول، نور ټول طالبانو بوتلل.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.