Language

پکتيکا کې د ۱۱ کيلومتره سړک پخولو کارپيل شو

ښرنه (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): د پکتيکا له جاني خېلو ولسوالۍ تر خوشامند ولسوالۍ پورې د ۲۵۲ ميليونه افغانيو په لګښټ د ۱۱ کيلومتره سړک پخولو کارونه پيل شول.

د دغه ولايت د فوايد عامې رييس انحنير فيض محمد پښتون په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وويل چې د جاني خېلو ولسوالۍ تر خوشامند ولسوالۍ پورې ۱۱ کيلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول سره جوړيږي چې نهه متره سور لري او هم ۲۷ پولګوټي او ۸۰ متره اوږد پول په کې شامل دي.

هغه زياته کړه، په دې پروژه ۲۵۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د فوايد عامې رياست له خوا ورکول کېږي او چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

د پکتيکا والي الياس وحدت له خلکو وغوښتل چې د امنيت په ټينګولو کې له دوى سره همکاري وکړي او هم د ياد سړک له جوړېدو څخه څارنه وکړي، ترڅو يې کارونه په سمه بڼه مخ ته لاړ شي.

د جاني خېلو يوه اوسېدونکي ملک ظاهرخان کټوازي د دغه سړک په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې له دې سړک څخه به له دولت سره په ګډه څارنه وکړي او هم به د امنيت په ټينګښت کې خپله هڅه ونه سپموي.

د خيرکوټ ولسوالۍ قومي مشر ګلام خان وويل، د دغې لارې د خرابوالي له امله به ډېری وخت ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس به د دغه سړک په جوړېدو سره خلک وکولای شي په اسانۍ سره مرکز ښرنې ته تګ راتګ وکړي.

د يادونې ده چې له دې وړاندې هم له زرغون ښاره تر جاني خېلو ولسوالۍ پورې د ۱۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړېدو کارونه پيل شوي و چې اوس هم روان دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.